۰

د ولسي جرګې ځینې وکیلان چمتو نه دي، چې خپلې شتمنۍ ثبت کړي

چهارشنبه ۱۴ قوس ۱۳۹۷ ساعت ۱۴:۳۱
د ولسي جرګې رییس عبدالروف ابراهیمي وايي، د دغه جرګې یو شمېر وکیلان دې ته چمتو نه دي، چې خپل شتمنۍ له قانو سره سمې ثبت کړي.
د ولسي جرګې ځینې وکیلان چمتو نه دي، چې خپلې شتمنۍ ثبت کړي
د ولسي جرګې رییس عبدالروف ابراهیمي وايي، د دغه جرګې یو شمېر وکیلان دې ته چمتو نه دي، چې خپل شتمنۍ له قانو سره سمې ثبت کړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د لوړ پوړو چارواکو د شتمنیو د ثبت ادارې درې میاشتې وړاندې ولسي جرګې ته فورمې لېږلې او له هغوی یې غوښتي، چې خپل شتمنۍ له قانون سره سمې ثبت کړي.

خو د ولسي جرګې د رییس په وینا د جرګې ګڼ شمېر وکیلانو دا کار نه دی کړی او دې ته چمتو نه دي، چې خپلې شتمنۍ په قانوني توګه ثبت کړي.

له همدې امله ولسمشرۍ ماټۍ مالیې وزارت ته لارښوونه کړې، چې د ولسي جرګې د هغه وکیلانو معاشونه اجرا نه کړي، چې تر اوسه یې خپلې شتمنۍ نه دي ثبت کړې.

دا ستونزه په مشرانو جرګه کې هم وه خو سناتورانو وروسته له هغې چې دوه میاشتې یې معاشونه وځنډول شول د شتمنیو د ثبت فورمې ډکې او خپلې شتمنۍ یې ثبت کړې، خو په ولسي جرګه کې دا ستونزه لا هم پر ځای پاتې ده.

د جرګې رییس عبدالروف ابراهیمي و ویل، چې د ولسي جرګې د وکیلانو معاشونه تر اوسه نه دي اجرا شوي او لامل یې همدا دی، چې دوی خپلې شتمنۍ نه دي ثبت کړې.

نوموړي ټینګار وکړ، هغه وکیلان چې خپلې شتمنۍ یې په قانوني توګه ثبت کړې معاشونه به یې ژر اجرا شي خو هغه چې لا یې هم د شتمنۍ نه دي ثبت کې همداسې به پاتې وي.

د ابراهیمي په وینا د ولسي جرګې دارالانشا ته دنده سپارل شوې تر څو د هغه وکیلانو چې شتمنۍ یې ثبت کړې د معاش ستونزه تقیب او په یوه دوه ورځو کې دغه خنډ له منځه یوسي.

د ولسي جرګې د رییس په خبره د لوړ پوړو چارواکو د شتمنیو د ثبت قانون د همدې جرګې له خوا تصویب شوی او د جرګې غړي باید د یوه قانوني بنسټ په توګه قانون پر خپل ځان هم پلی کړی.

د جرګې غړي غلام حسین ناصري هم و ویل، چې د ولسي جرګې ځینې غړي چمتو نه دي، چې خپلې شتمنۍ ثبت کړي او د ده په وینا دغه زورواکو په تېرو ۸ کلونو کې مفت معاشونه اخستل خو هېڅ کار یې نه دی کړی.

نوموړي د ولسي جرګې د اداري پلاوي څخه وغوښتل تر څو د هغه کسانو نومونه فاش کړی، چې نه غواړي خپلې شتمنۍ ثبت کړی.

هغه ټینګار وکړ، چې نه باید زورواکو وکیلانو ته اجازه ورکړل شي، چې د ملت له کور څخه ناوړه ګټه واخلي او نور هم قانون تر پښو لاندې کړي.

په ولسي جرګه کې د اروزګان استازي عبیدالله بارکزي هم ورته څرګندونې وکړې او ویې ویل، چې څو د کوتو په شمار وکیلان دي، چې هم قانون تر پښو لاندې کوي او هم د ولسي جرګې داخلي اصول.

د هغه په وینا د همدې زرواکو او قانون ماتونکو وکیلانو له لاس نن د ولسي جرګې یو شمېر غړي خپل معاشونه نه شي اخیستلای، په داسې حال کې، چې دغه وکیلان په خپلو معاشونو پورې تړلي او له دې پرته ورځنۍ ژوند تېرول ورته ستونزمن کار دی.

د ولسي جرګې د ځینو غړو په وینا دغه زورواکي وکیلان چې قانون تر پښو لاندې کوي ۱۰۰ تنو ته رسېږي او په تېرو ۸ کلونو کې ډېر کم په پارلمان کې لیدل کېږي.

جمهورخبري آژانس:عبدالله امیني
 
 
 
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي