۰

سږ کال د وچکالۍ له امله ۳۲۲ زره کورنۍ بې ځایه شوې

چهارشنبه ۱۴ قوس ۱۳۹۷ ساعت ۱۴:۵۷
د طبعي پېښو سره د مبارزې په چارو کې د دولت وزیر نجیب آقا فهیم وايي، روان کال د وچکالۍ له امله د هېواد په کچه ۳۲۲ زره کورنۍ له خپلو کورونو بې ځایه شوي دي.
سږ کال د وچکالۍ له امله ۳۲۲ زره کورنۍ بې ځایه شوې
د طبعي پېښو سره د مبارزې په چارو کې د دولت وزیر نجیب آقا فهیم وايي، روان کال د وچکالۍ له امله د هېواد په کچه ۳۲۲ زره کورنۍ له خپلو کورونو بې ځایه شوي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې فهیم چې نن چهارشنبې د لیندۍ ۱۴ مه ولسي جرګې ته د پوښتنو د ځوابونو لپاره ورغوښتل شوی و، د جرګې په عمومي غونده کې د وویل، چې وچکالۍ خلکو ته سخت اقتصادي زیانونه اړولي دي.

د هغه په وینا د وچکالۍ له امله نېږدې ۲.۲ میلیونه وګړي او نېږدې ۳ میلیونه څاروي له ګواښ سره مخ دي او بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.

د طبعیي پېښو سره د مبارزې وزیر و ویل، چې د وچکالۍ له امله د څارویو په بیه کې هم ۵۰ سلنه ټیټوالی راغلی، چې دا خپله د خلکو اقتصاد ته لوی زیان دی.

نوموړي و ویل، هرات، د بادغیس مرکز، کندهار، بلخ، فاریاب، کندوز او کابل د وچکالۍ ځپلو په لومړۍ کرښه کې دي او باید ورسره بېړنۍ مرستې وشي.

ده و ویل، که څه هم دې وزارت او مرستندویه ادارو په هرات کې له ۱۳ زرو، بادغیس کې له ۱۸ زره، غور کې له ۱۱ زره، کندهار کې له ۱۱ زره او فاریاب کې له ۱۶ زره بې ځایه شویو کورنیو سره لومړنۍ مرستې کړې او له نورو سره هم جریان لري.
 
نوموړي ټینګار وکړ، چې دوی په یوازې ځان نه شي کولای له ټولو بې ځایه شویو کورنیو سره مرسته وکړي خو نړیوالو ټولنو ژمنه کړې، چې تر راتلونکي پسرلي پورې به له ۲.۶۰۰ زره بې ځایه شویو کسانو سره بېړنۍ مرستې وکړي.

هغه زیاته کړه، چې له وچکالۍ ځپلو اړمنو کورنیو سره د مرستې کولو موضوع په جینوا کنفرانس کې هم یاده شوې چې برېتانیا د ۵۰ میلیونه ډالرو ژمنه او امریکا له ۱۰ زره کورنیو سره د خوراکي توکو د مرستې ژمنه کړې ده.

جمهورخبري آژانس:عبدالله امیني
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي