جاپان کې ۷ امریکايي سرتېري لادرکه شوي دي

15 قوس 1397 ساعت 8:23

په جاپان کې د امریکا د سمندري ځواکونو ۷ سرتېري د دوه الوتکو تر ټکر وروسته لا درکه شوي دي.


په جاپان کې د امریکا د سمندري ځواکونو ۷ سرتېري د دوه الوتکو تر ټکر وروسته لا درکه شوي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د امریکا پوځ ویلي تر اوسه دا نه ده معلومه، چې دې الوتکو څنګه ټکر کړی خو په وینا یې تر ټکر وروسته د سمندري ځواکونو ۷ سرتېري لادرکه شوي دي.

د امریکايي چارواکو په وینا یوه الوتکه ایف اي اتلس جنګي جیټ او بله KC-130 ډوله الوتکه وه چې نورو الوتکو ته تیل ورکوياو په دواړو الوتکو کې اوه تنه سپاره و.

د امریکا پوځ زیاته کړې، چې له لادرکه شویو سرتېرو یو تن موندل شوی، چې روغتون ته د درملنې په موخه لېږدول شوی دی، خو د شپږو نورو د موندلو هڅې روانې دي.

جمهورخبري آژانس:کابل

 
 


د مطلب کود: 111028

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/111028/

جمهور
  https://www.jomhornews.com