د ناټو سرمنشي:

په افغانستان کې وضعیت کړکېچن دی ځکه سرتېري نه باسو

15 قوس 1397 ساعت 8:33

د ناټو سرمنشي ینس سټولتنبرګ په افغانستان کې روان حالت کړکېچن بللی او وايي ناټو له همدې امله په دې هېواد کې خپل حضور نه کموي.


د ناټو سرمنشي ینس سټولتنبرګ په افغانستان کې روان حالت کړکېچن بللی او وايي ناټو له همدې امله په دې هېواد کې خپل حضور نه کموي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ستولتنبرګ دغه څرګندونې پرون سه شنبې د لیندۍ ۱۴ مه بروکسل کې د ناټو د بهرنیو چارو وزیرانو د غونډې په پای کې خبریالانو ته وکړې.

نوموړي زیاته کړه، ناټو ځکه په افغانستان کې خپل حضور نه کموي، چې په دې هېواد کې حالت کړکېچن دی او طالبانو بریدونه زیات کړي دي.

د هغه په وینا که څه هم له طالبانو سره د سولې خبرې روانې دي، خو د هغوی د بریدونو زیاتېده چې د امتیاز تر لاسه کولو په موخه ده د اندېښنې وړ ده.

د ناټو سرمنشي وايي، د دې لپاره چې په افغانستان کې وضعیت ښه شي او د افغان ځواکونو روزنې او سلامشورو ته پام او ملاتړ زیات شي ناټو به په دغه هېواد کې وي.

هغه یو ځل بیا پر وسله والو طالبانو غږ وکړ، چې د سولې لار خپله کړي، ځکه د دغه په خبره طالبان په جګړه کې نه شي بریالی کېدای.

ستولتنبرګ له پاکستان او د سیمې له نورو هېوادونو هم وغوښتل، چې د افغانانو په مشرۍ د افغان سولې ملاتړ او په دغه هېواد کې د ثبات له پاره همکاري وکړي.

باید و ویل شي، چې د ناټو سازمان د جولای په میاشت کې تر ۲۰۲۴ کال پورې له افغانستان څخه خپل مالي او پوځي ملاتړ اعلان کړی دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 111029

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/111029/

جمهور
  https://www.jomhornews.com