غزني کې په وروستیو عملیاتو کې ۳۰۰ وسله وال وژل شوي دي

15 قوس 1397 ساعت 8:48

سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، غزني ولایت کې د افغان ځواکونو له خوا په تندر عملیاتو کې تر دې مهاله ۳۰۰ وسله وال طالبان وژل شوي دي.


سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، غزني ولایت کې د افغان ځواکونو له خوا په تندر عملیاتو کې تر دې مهاله ۳۰۰ وسله وال طالبان وژل شوي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د غزني امنیتي چارواکي زیاتوي، دغه عملیات له څه مودې راهیسې د دې ولایت په بېلا بېلو ولسوالیو کې پیل شوي دي.

د غزني امنیه قوماندان غلام داود تره خېل پرون چهارشنبې ویلي، د عملیاتو له پیل راهیسې په ناوه، ګیلان، مقر، او قرباغ ولسوالۍ کې د کمانډو ځواکونو ۳۰۰ وسله وال طالبان وژلي دي.

د امنیه قوماندان په خبره دوی په پلان کې لري، چې د غزني په ده یک او خواجه عمري ولسوالیو کې هم ډېر ژر حکومتي ادارې له سره فعالیت پیل کړي.

تره خېل وايي، د امنیتي ځواکونو دوهم پلان دا دی، چې د کابل – کندهار پر لویه لار چاڼیز عملیات پیل کړی تر چې هغه سیمې له طالبانو پاکې کړي، چې وړاندې یې پرې له یو شمېر خلکو پیسې اخیستې.

په ورته وخت کې د غزني د والي ویاند محمد عارف نوري ویلي په مالستان او جارغوري کې هم تر عملیاتو وروسته امنیت ښه شوی او ډېر ژر به زر سرتېري هلته ځای پر ځای شي.

غزني کې چارواکي پر داسې مهال د طالبانو د درنې مرګ ژوبلې خبر ورکوي، چې پرون دفاع وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي و، چې د کمانډو ځواکونو په عملیاتو کې د ۴۰ پاکستانیانو په ګډون کابو ۱۰۰ وسله وال طالبان وژل شوي دي.

طالبانو د دې څرګندونو په اړه غبرګون نه دی ښودلی خو ویلي یې دي، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې یې غزني کې څلور امنیتي سرتېري وژلي دي.

جمهورخبري آژانس:غزني
 
 


د مطلب کود: 111030

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/111030/

جمهور
  https://www.jomhornews.com