افغان ولسمشر محمد اشرف غني د هېواد له اقتصادي فعالانو سره په لیدنه کې ویلي، چې سوله به په هېواد کې نورې پانګونې ته هم لار هواره کړي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې ولسمشر د سولې په اړه د مشورتي ناستو په لړ کې پرون چهارشنبې د لیندۍ ۱۴ مه د افغانستان د اقتصادي فعالانو سره کتلي دي.
له ارګه خپره شوې خبرپاڼه وایي، دغه لیدنه چې په ارګ کې تر سره شوه، په کې د سوداګرۍ او صنایعو خونې سرپرست خانجان الکوزي، د ښځو د سوداګرۍ او صنایعو خونې ريیسې منېژې وافق، د صنایعو او کانونو خونې ريیس شېرباز کمین زاده او یوه پانګوال ذبیح الله زیارمل د نورو په استازیتوب د سولې په اړه د ولسمشر د برنامو او هڅو هرکلی او ملاتړ وکړ.
سرچینه وايي، دغه اقتصادي فعالانو په خپلو خبرو کې و ویل، چې سوله یوه اړتیا ده او د سولې له برکته پانګونې او اقتصادي ودې ته لا زیاته زمینه برابرېږي.
خبرپاڼه وايي، اقتصادي فعالانو په هېواد کې د سوداګرو او پانګوالو پر خوندیتوب ټینګار وکړ او له ولسمشره یې وغوښتل چې د سترو پانګونو جذبولو ته دې زیاته پاملرنه وشي.
بل خو ولسمشر غني هم په خپلو خبرو کې و ویل، چې سوله د پانګونې لپاره ښه فرصت برابروي او د سولې پروسه د خلکو له سترګو پټه نه شي پاتې کېدای.
هغه زیاته کړه، حکومت د مذاکره کوونکي پلاوي نوملړ اعلان کړی او د خصوصي سکتور په ګډون د خلکو د ټولو اقشارو لپاره په مشورتي بورډ کې ځای په پام کې نیول شوی او له تاسې سره به په هر پړاو کې مشوره کېږي.
ښاغلي غني ویلي«پانګوال او دولت د یوه بل ممد دي او موږ باید د یوه بل په مرسته تر ۲۰۲۴ کال پورې د اقتصادي ودې لپاره جدي کار وکړو، څو له وارداتي هېواد څخه په صادروونکي هېواد بدل شو.»
هغه د خپلو خبرو په پای کې له اقتصادي فعالانو څخه وغوښتل چې د تولیدوونکو اتحادیو، د محصولاتو او تولیداتو د پروسس، بازارموندنې او معیاري جوړولو په برخه کې کار وکړي. هغه څرګنده کړه کانونه د پانګونې لپاره چمتو دي او تاسې کولای شئ په دې برخه کې فعالیت وکړي.
جمهورخبري آژانس:کابل