برتانوی سفر افغانستان کې د ناټو ملکي استازی وټاکل شو

15 قوس 1397 ساعت 10:55

په کابل کې د برتانیا سفیر سر نیکولس د ناټو له خوا په افغانستان کې د خپل ملکي استازي په توګه ټاکل شوی دی.


په کابل کې د برتانیا سفیر سر نیکولس د ناټو له خوا په افغانستان کې د خپل ملکي استازي په توګه ټاکل شوی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ پرون چهارشنبې د لیندۍ ۱۴ مه ناوخته د کارنلیوس زیمرمن پر ځای د سر نیکولس د ټاکل کېدو اعلان وکړ.

سټولټنبرګ د ناټو د بهرنیو چارو وزیرانو د غونډې په پای کې و ویل، خوشحالی دی چې دا اعلانوي، چې سر نیکولس په افغانستان کې د ناټو د ملي استازي په توګه وټاکل شو.

باید و ویل شي، چې سرنیکولس اوس مهال په کابل کې د برېتانیا د سفیر دنده پر مخ وړي او ټاکل شوې خپل نوی ماموریت راتلونکي کال په مارچ میاشت کې پیل کړي.

تر ده وړاندې کارنلیوس زیمرمن چې یو جرمنۍ دیپلومات و په افغانستان کې د ناټو د ملکي استازي په توګه دنده پر مخ وړله.

جمهورخبری آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 111036

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/111036/

جمهور
  https://www.jomhornews.com