۰

ولسمشر غني له خلیلزاد سره ولیدل

پنجشنبه ۱۵ قوس ۱۳۹۷ ساعت ۱۲:۵۹
افغان ولسمشر محمد اشرف غني د افغان سولې له پاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره ولیدل.
ولسمشر غني له خلیلزاد سره ولیدل
افغان ولسمشر محمد اشرف غني د افغان سولې له پاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره ولیدل.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې خلیلزاد نن پنشنبې د لیندۍ ۱۵ مه له اسلام آباد ته کابل ته راستون شو او له غرمې مخکې ولسمشر غني په ارګ کې ورسره ولیدل.

په دغه لیدنه کې د افغان حکومت اجرائیه رییس ډاکتر عبدالله، د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکا حمدالله محب، کابل کې د امریکا سفیر جان باس او په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال سکاټ مېلر هم شتون درلود.

د ارګ پر فسبوک پاڼه خپاره شوي معلومات وايي، ډاکټر خلیلزاد ولسمشر ته په افغانستان کې د سولې د هڅو په خاطر د سیمې ځینو هېوادونو ته د خپل سفر په اړه معلومات ورکړل او سیمې ته یې د خپلو راتلونکو سفرونو په اړه هم خبرې وکړې.

سرچینه کاږي ولسمشر غني د خلیلزاد استازي هڅې وستایلې او ویې ویل، چې افغان حکومت په جنیوا کنفرانس کې خپل مذاکره کوونکی ټیم اعلان کړ او په افغانستان کې د سولې د تامین لپاره د دوی اراده جدي ده.

ولسمشر غني ویلي د سولې ګډې هڅې باعزته او پایداره سولې ته د رسېدو په برخه کې له دوی سره مرسته کولی شي.

باید و ویل شي، چې خلیلزاد دوه ورځې په پاکستان کې د دغه هېواد د لومړي وزیر، بهرنیو چارو وزیر او ځینو نور چارواکو سره هم په افغان سوله خبرې وکړې.

د دغه خبرو جزیات نه دي په ډاګه شوي، خو د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي، پاکستاني چارواکو ښاغلي خلیلزاد ته په افغان سوله کې د همکارۍ ډاډ ورکړی دی.

د یادونې ده، چې خلیلزاد به له کابل وروسته مسکو، ازبکستان، ترکمنستان، متحده عربي اماراتو، قطر او بلجیم ته هم سفرونه وکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي