۰

په چابهار بندر کې موټر بم ځانمرګی برید شوی دی

پنجشنبه ۱۵ قوس ۱۳۹۷ ساعت ۱۳:۰۴
ایراني رسنۍ وايي، په چابهار بندر کې یو موټر بم ځانمرګی برید شوی، چې له امله یې درې تنه وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان شوي دي.
په چابهار بندر کې موټر بم ځانمرګی برید شوی دی
ایراني رسنۍ وايي، په چابهار بندر کې یو موټر بم ځانمرګی برید شوی، چې له امله یې درې تنه وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان شوي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه برید نن پنشنبې د لیندۍ ۱۵ مه شوی، او ایراني رسنۍ زیاتوي، چې برید د کمانډو پولیسو په یوه مرکز شوی دی.

سرچینې زیاتوي، چې تر برید وروسته سیمې ته مرستندویه ځواکونه رسېدلي او د پېښې قربانیان یې روغتونو ته وړي دي.

په پېښه کې د وژل شویو او ټپیانو کره شمېره نه ده معلومه خو ایراني رسنیو ویلي د ځينو ټپيانو روغتیايي حالت نازک دی.

تر اوسه د برید مسوولیت چا پر غاړه نه دی اخیستی.

چابهار د ایران په سویل کې د پاکستان سرحد ته څېرمه پروت بندر دی، چې افغانستان، ایران او هند سره نښلوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي