په چابهار بندر کې موټر بم ځانمرګی برید شوی دی

15 قوس 1397 ساعت 13:04

ایراني رسنۍ وايي، په چابهار بندر کې یو موټر بم ځانمرګی برید شوی، چې له امله یې درې تنه وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان شوي دي.


ایراني رسنۍ وايي، په چابهار بندر کې یو موټر بم ځانمرګی برید شوی، چې له امله یې درې تنه وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان شوي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه برید نن پنشنبې د لیندۍ ۱۵ مه شوی، او ایراني رسنۍ زیاتوي، چې برید د کمانډو پولیسو په یوه مرکز شوی دی.

سرچینې زیاتوي، چې تر برید وروسته سیمې ته مرستندویه ځواکونه رسېدلي او د پېښې قربانیان یې روغتونو ته وړي دي.

په پېښه کې د وژل شویو او ټپیانو کره شمېره نه ده معلومه خو ایراني رسنیو ویلي د ځينو ټپيانو روغتیايي حالت نازک دی.

تر اوسه د برید مسوولیت چا پر غاړه نه دی اخیستی.

چابهار د ایران په سویل کې د پاکستان سرحد ته څېرمه پروت بندر دی، چې افغانستان، ایران او هند سره نښلوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 111043

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/111043/

جمهور
  https://www.jomhornews.com