ډاکتر عبدالله:

افغانستان د چیني پانګوالو له پانګونې هر ډول ملاتړ ته چمتو دی

15 قوس 1397 ساعت 13:17

د افغان حکومت اجرائیه رییس ډاکتر عبدالله عبدالله وايي، افغانستان د چیني پانګوالو له پانګونې هر ډول ملاتړ او ورته د زمینې برابرولو ته چمتو دی.


د افغان حکومت اجرائیه رییس ډاکتر عبدالله عبدالله وايي، افغانستان د چیني پانګوالو له پانګونې هر ډول ملاتړ او ورته د زمینې برابرولو ته چمتو دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ښاغلي عبدالله دغه څرګندونې نن پنشنبې په خپل دفتر کې د چین بازار د تنظیم په چارو کې د چین د وزیر ښاغلي ژنګ ماو سره لیدنه کې کړې دي.

د اجرائیه ریاست پر فسبوک پاڼه خپرو شویو معلوماتو کې راغلي، ښاغلي ماو و ویل، چې هېواد یې د افغانستان د تلپاتې پراختیا، په افغانستان کې له پانګونې، اقتصادي او سوداګریزو هڅو ملاتړ او همکاري کوي.

د هغه په وینا چین په افغانستان کې د چیني پانګوالو له لوري له پانګونې ملاتړ کوي او کوښښ چې نور پانګوال هم په افغانستان کې پانګونې ته وهڅوي.

دغه راز نوموړي ټینګار کړی، چې دوی په خپل هېواد کې هم د بهرنیو سوداګرو په ځانګړي ډول د افغان پانګوالو او سوداګرو لپاره د همکارۍ ښه فرصتونه برابر شوي دي.

نوموړي ویلي، چین د سوداګرۍ په نړیوال سازمان کې د اصلاحاتو غوښتنه کوي څو د سوداګرۍ ښه زمینه برابره او په مقرراتو کې لازم اصلاحات رامنځته شي.

په ورته وخت کې ډاکټر عبدالله د چین د بازار د تنظیم په چارو کې د دولت وزیر ته ویلي، افغانستان د چیني پانګوالو له پانګونې هر ډول ملاتړ او ورته د زمینې برابرولو ته چمتو دی.

نوموړي زیاته کړې، چې چین دې له افغانستان سره د سوداګرۍ د نړیوال سازمان نه د ښې استفادې لپاره خپلې تجربې شریکې کړي څو افغانستان هم د دې سازمان په معیارونو برابر او ترې ښه استفاده وکړي.

د ښاغلي عبدالله په ویناافغانستان د خوړو د ملي ادارې جوړولو هوډ لري او چین کولای شي په دې برخه کې له افغانستان سره همکاري وکړي.

باید و ویل شي، چې په دې ناسته کې د چین د بازار د تنظیم په چارو کې د دولت وزیر له افغان سولې هم ملاتړ اعلان کړ او په دوه اړخیزو اړیکو هم بحثونه وشول.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 111045

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/111045/

جمهور
  https://www.jomhornews.com