کمانډو ځواکونو هلمند کې د طالبانو پر یوه زندان چاپه وهلې

17 قوس 1397 ساعت 10:27

راپورونه وايي، افغان کمانډو ځواکونو هلمند ولایت کې د وسله والو طالبانو پر یوه زندان چاپه وهلې او ۱۱ برمته شوي کسان یې ترې راخوشي کړي دي.


راپورونه وايي، افغان کمانډو ځواکونو هلمند ولایت کې د وسله والو طالبانو پر یوه زندان چاپه وهلې او ۱۱ برمته شوي کسان یې ترې راخوشي کړي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې چارواکي زیاتوي، کمانډو ځواکونو پرون جمعه د لیندۍ ۱۶ مه د هلمند ولایت په سنګین ولسوالۍ کې د طالبانو یو زندان مات کړی دی.

سرچینه وايي، په دې عملیاتو کې درې وسله وال طالبان وژل شوي او ۱۱ تنه چې د وسله والو طالبانو له خوا برمته شوي و، آزاد شوي دي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

باید و ویل شي، چې له دې وړاندې هم کمانډو ځواکونو هلمند ولایت کې د طالبانو ځینې زندانونه مات کړي وو.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 111065

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/111065/

جمهور
  https://www.jomhornews.com