خلیلزاد روسي چارواکو ته!

افغانان باید پرېښودل شي چې خپل راتلونکی په خپله وټاکي

17 قوس 1397 ساعت 12:27

د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي مسکو کې له روسي چارواکو سره د لیدنې پر مهال هغوی ته ویلي افغانان باید پرېښودل شي، چې خپله راتلونکې په خپله وټاکي.


د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي مسکو کې له روسي چارواکو سره د لیدنې پر مهال هغوی ته ویلي افغانان باید پرېښودل شي، چې خپله راتلونکې په خپله وټاکي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې خلیلزاد د افغان سولې په تړاو د تېرې پنشنبې د لیندۍ ۱۵ مه مسکو ته تللی او د روسیې د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ایګور ماګولوف او د روسیې په بهرنیو چارو وزارت کې د آسیا د څانګې له مشر زمیر کابلوف سره کتلې دي.

مسکو کې د امریکا سفارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي ښاغلي خلیلزاد له روسي چارواکو سره پر افغان سولې خبرې او ټینګار یې کړي، چې د افغانستان ستونزه یوازې د سیاسي لارې د حل وړ ده.

په خبرپاڼه کې د خلیلزاد له قوله ویل شوي، چې د افغانستان له روغې جوړې دواړه امریکا او هم روسیې ته ګټه رسېږي ترهګري به ختمه شي او د نشه یي توکو ګواښ به هم له منځه ولاړ شي.

خو په خبره یې نوموړي روسي چارواکو ته په خپلو خبرو کې پر دې ټینګار کړي، چې افغانان باید پرېښودل شي خپل راتلونکی په خپله وټاکي نه دا چې له بهره پرې د حل یوه لار وتپل شي.

د امریکا سفارت په خپله ټویټرپاڼه لیکي دواړه لوریو هوکړه وکړه چې یوه پراخ بنسټه سیاسي هوډ ته اړتیا ده او افغانستان باید بیا د ترهګرۍ په ځاله بدل نه شي.

په ورته وخت کې زلمي خلیلزاد روسي رسنیو ته ویلي، له روسي چارواکو سره پر خبرو خوښي ښودلې او ویلي یې دي، چې پرون ښه ورځ وه.

جمهورخبري آژانس:کابل

 


د مطلب کود: 111071

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/111071/

جمهور
  https://www.jomhornews.com