ولسي جرګه:

سیاسې ګوندونه دې د حکومت له لارې د سولې له پاره هڅې وکړي

17 قوس 1397 ساعت 14:17

د ولسي جرګې یو شمېر غړو د ځینو سیاسي ګوندونو په هغو هڅو نیوکې وکړې، چې غواړي په ځانګړي ډول له طالبانو سره د سولې خبرې وکړي.


د ولسي جرګې یو شمېر غړو د ځینو سیاسي ګوندونو په هغو هڅو نیوکې وکړې، چې غواړي په ځانګړي ډول له طالبانو سره د سولې خبرې وکړي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د جرګې غړو نن شنبې د لیندۍ ‍۱۷ مې په عمومي غونډه کې و ویل، سیاسي ګوندونه باید له حکومت سره په همغږۍ او د حکومت له لارې د سولې هڅې وکړي.

د جرګې غړي جعفر مهدوي په خپلو څرګندونو کې و ویل، حکومت د افغانستان له خکو جوړ دی او د ولس استازيتوب کوي، نو ځکه سیاسي ګوندونو ته اړتیا نشته، چې له حکومته جلا د سولې لپاره هڅې وکړي.

د هغه په وینا په دې وروستیو کې ځینې سیاسي ګوندونو د طالبانو سره د سولې د خبرو له پاره یو ۷ کسیزه پلاوی ټاکلی، چې دا کار یې نه سم او د حکومت له چوکاټ څخه بهر دی.

نوموړي ټینګار وکړ، چې د دغه سیاسي ګوندونو له دې کړنې معلومېږي، چې دوی غواړي د سولې په برخه کې د حکومت دریځ کمزوری کړي.

جعفر مهدوي و ویل، سیاسي ګوندونه  باید هڅه وکړي، چې د حکومت له خوا د سولې د خبرو په ۱۲ کسیزه پلاوي کې خپل استازی هم ځای کړي او په اوسنۍ ترکیب کې یې بدلون راولي.

په ولسي جرګه کې د ننګرهار استازي مېرمن ارین یون هم ورته څرګندونې وکړې او ویې ویل، چې له حکومت جدا د سیاسي ګوندونو د پلاوي ټاکل به د سولې په پروسه کې کومه لاس ته راوړنه ونه لري، بلکې دا پروسه کمزورې کړي.

د هغه په وینا ټول سیاسي ګوندونه باید د سولې او د سولې د خبرو په برخه کې سره یوه خوله شي او له حکومت سره په ګډه د سولې غږ پورته او هڅې ورته وکړي.
 
د ولسي جرګې استازي دغه څرګندونې پر داسې مهال کوي، چې د ملي جنبش ګوند یوه لوړ پوړي غړي عبدالله قرلق ویلي دا چې سیاسي ګوندونو ته په ۱۲ کسیزه پلاوي کې ځای نه دی ورکړل شوی نو سیاسي ګوندونه اړ شول، چې د سولې له پاره خپل یو ۷ کسیزه پلاوی وټاکي.

د قرلق په وینا سیاسي ګوندونه اوس د دې پلاوي په ټاکل کېدو سره په خبرو بوخت دي او ډېر ژر به له طالبانو سره د سولې د خبرو یو ۷ کسیزه مرکچي پلاوی وټاکي.

جمهورخبري آژانس:عبدالله امینی
 


د مطلب کود: 111086

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/111086/

جمهور
  https://www.jomhornews.com