د کورنیو چارو وزارت د پکتیکا ولایت لپاره د وسله وتلو طالبانو د نومول شوي والي پیرآغا د وژل کېدو خبر ورکړی دی.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د کورنیو چارو وزارت مرستیال ویاند نصرت رحیمي وايي، افغان ځواکونو وړمه ورځ د پکتیکا په ګومل ولسوالۍ کې عملیات تر سره کړي دي.
د نوموړي په وینا په دې عملیاتو کې چې بهرنیو ځواکونو یې هوايي ملاتړ کاوه، د ګومل ولسوالۍ په ده خلیفه سیمه کې د طالبانو نومول شوی والي پيرآغا وژل شوی دی.
په ورته وخت کې پکتیکا کې د ۲۰۳ تندر قول اردو چارواکو هم د طالبانو د نومول شوي والي پیرآغا د وژل کېدو پخلی کړی دی.
تر اوسه وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.
دا په دې تېره یوه اوونۍ کې د طالبانو دوهم والي دی، چې وژل کېږي.
تر پير آغا وړاندې د هلمند لپاره طالب والي ملامنان هم د بهرنیو ځواکونو په یوه هوايي برید کې وژل شوی وو.
جمهورخبري آژانس:کابل