۰

د امریکا د پوځ لپاره نوی لوی درستیز معرفي شو

یکشنبه ۱۸ قوس ۱۳۹۷ ساعت ۰۷:۰۷
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ جنرال مارک میلي د پوځ د نوي لوی درستیز په توګه ټاکلی او په نېږدې راتلونکې به د جنرال جوزف ډانفورد ځای ونیسي.
د امریکا د پوځ لپاره نوی لوی درستیز معرفي شو
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ جنرال مارک میلي د پوځ د نوي لوی درستیز په توګه ټاکلی او په نېږدې راتلونکې به د جنرال جوزف ډانفورد ځای ونیسي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې امریکايي رسنۍ وايي، مارک میلي دا مهال د امریکا د ځمکنیو ځواکونو قوماندان دی.

هغه تر دې وړاندې په افغانستان او عراق کې هم د امریکايي ځواکونو مشري په غاړه درلوده.

د امریکا ولسمشر ویلي چې جنرال ډانفورډ تقاعد شوی او پر ځای به یې جنرال مارک میلي مسوولیتونو ته اوږه ورکړي.

باید و ویل شي، چې د ټرمپ تر معرفي کېدو وروسته به جنرال میلي د سنا مجلس تر باور رایو اخیستو وروسته په نوې دنده پیل کوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي