۰
سټار انډ سټرایپېس:

امریکا غواړی له طالبانو سره د اوږدمهاله اوربند له لارې ژر سولې ته ورسېږي

یکشنبه ۱۸ قوس ۱۳۹۷ ساعت ۰۷:۱۷
سټار انډ سټرایپېس نشریې په یوه مقاله کې ویلي امریکا هڅه کوي تر راتلونکې اپرېل میاشتې د افغانستان سولې خبرې پایلې ته ورسېږي.
امریکا غواړی له طالبانو سره د اوږدمهاله اوربند له لارې ژر سولې ته ورسېږي
سټار انډ سټرایپېس نشریې په یوه مقاله کې ویلي امریکا هڅه کوي تر راتلونکې اپرېل میاشتې د افغانستان سولې خبرې پایلې ته ورسېږي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه نشریې زیاته کړې، چې دا د ټرمپ د حکومت هڅه ده، چې په افغانستان کې روانه ۱۷ کلنه جګړه نوره پای ته ورسېږي.

سرچینه زیاته کړې، سره له دې چې د امریکا له لوري ټاکل شوی وخت ډېر کم دی، خو امریکا غواړي په لومړي سر کې له طالبانو سره یوه اوږدمهاله اوربند ته ورسېږي او په دې توګه دغه خبرې یوه مثبته پایله ولري.

خو زیاتوي، چې په دې اړه د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو مرسته اړینه ده، ځکه د افغان سولې ته د رسېدو په برخه کې له هېوادونو سره هوکړه ته رسېدل مهم دي.

د مطلب لیکوال وړاندې ویلي  که امریکا وکړی شي د افغانستان ګاونډیان د افغان سولې په اړه قانع کړي نو ددوی په همکارۍ افغانستان ته ډېر ژر سوله او ثبات راتللی شي.

لیکوال دا هم ویلي که څه هم امریکا د افغان سولې لپاره پر پاکستان فشارونه زیات کړي، خو داسې نه ښکاري، چې دغه هېواد دې په افغانستان کې د جګړې د پای ته رسېدو او سولې د راتګ په برخه کې پوره همکاري وکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي