۰

طالبان او امریکا د زندانیانو د خوشي کولو پر سر هوکړې ته نږدې شوي

یکشنبه ۱۸ قوس ۱۳۹۷ ساعت ۰۷:۵۵
باوري طالب سرچینو ویلي، چې وسله وال طالبان له امریکا سره د زندانیانو د خوشي کولو پر سر هوکړې ته نېږدې شوي دي.
طالبان او امریکا د زندانیانو د خوشي کولو پر سر هوکړې ته نږدې شوي
باوري طالب سرچینو ویلي، چې وسله وال طالبان له امریکا سره د زندانیانو د خوشي کولو پر سر هوکړې ته نېږدې شوي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د طالبانو یو باوري سرچینې بي بي سي ته ویلي، دغه کار د دواړو لورو د باور رامنځ ته کولو په موخه تر سره کېږي.

د سولې په تړاو په خبرو کې د طالبانو یو شرط هم همدا د زندانیانو خوشي کول دي ځکه ویل کېږي، چې زرګونه طالب له افغان حکومت سره زندانیان دي.

دغه راز له طالبانو سره هم یو شمر زندانیان شته، چې د طالبانو د زندان چارو د یوه مسوول په وینا له دوی سره کابو ۳ زره د دولت ملاتړي کسان زنداني دي.

یاد طالب چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط ویلي، چې طالبان او امریکا د زندانیانو د خوشي کولو پر سر هوکړې ته نېږدې شوي او طالبانو د خپلو زندانیانو نوملړ چمتو کړی دی.

سرچینې ویلي، چې د جګړې د دواړو لورو د زندانیانو د خوشي کولو موضوع څو ورځې وړاندې په اسلام آباد کې د طالبانو د استازي شېر محمد عباس ستانکزي او د افغان سولې له پاره د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد تر منځ مطرح شوې ده.

افغان حکومت تر اوسه په دې اړه غبرګون نه دی ښودلی او طالب ویاند ذبیح الله مجاهد هم دا خبر نه رد او نه هم تایید کړی.

دا خبر پر داسې مهال رسنیو ته راوځي، چې ویل کېږي امریکا غواړي د راتلونکي میلادي کال تر اپرېل میاشتې پورې په افغانستان کې د سولې خبرې پایلې ته ورسېږي او په دې هېواد کې ۱۷ کلنه جګړای پای ومومي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي