۰

ښايي عمر داودزی د سولې عالی شورا د دارالاانشا رییس وټاکل شي

یکشنبه ۱۸ قوس ۱۳۹۷ ساعت ۰۸:۰۱
راپورونه وایي، ډېر ژر به د کورنیو چارو پخوانی وزیر محمد عمر دوادوزی د سولې د عالي شورا د دارالاانشا د رییس په توګه وټاکل شي.
ښايي عمر داودزی د سولې عالی شورا د دارالاانشا رییس وټاکل شي
راپورونه وایي، ډېر ژر به د کورنیو چارو پخوانی وزیر محمد عمر دوادوزی د سولې د عالي شورا د دارالاانشا د رییس په توګه وټاکل شي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ویل کېږي، ولسمشر محمد اشرف غني هم دغه پوسټ ته د دوادزي له ټاکل کېدو سره موافقه کړې ده.

د سولې د عالي شورا د دارالاانشا ریاست له پاره د ښاغلي داودزي د ټاکل کېدو راپورونه پر داسې مهال ورکول کېږي، چې هغه د ولسمشرۍ راتلونکو ټاکنو ته ځان نوماند کړی او رسم یې ویلي، چې د ۱۳۹۸ په ولسمشرۍ ټاکنو کې نوماند دی.

باید و ویل شي، چې تر دې وړاندې محمد اکرم خپلواک د سولې عالي شورا د دارالاانشا رییس و خو څه موده وړاندې یې له خپلې دندې استعفا ورکړه.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي