۰
ټرامپ ته د عمران خان ځواب!

هڅه کو له خپل نفوذه په استفادې طالبان د سولې خبرو ته وهڅو

یکشنبه ۱۸ قوس ۱۳۹۷ ساعت ۰۸:۱۶
د پاکستان بهرنیو چارو وزارت د دغه هېواد د لومړي وزیر عمران خان په امر د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ لیک ته په لیک ځواب ورکړی دی.
هڅه کو له خپل نفوذه په استفادې طالبان د سولې خبرو ته وهڅو
د پاکستان بهرنیو چارو وزارت د دغه هېواد د لومړي وزیر عمران خان په امر د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ لیک ته په لیک ځواب ورکړی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ټرامپ وړمه جمعه د پاکستان لومړي وزیر عمران خان ته یو لیک ولېږه او په هغه کې یې ویلي و، چې افغانستان په سیمه کې د امریکا لومړیتوب دی او پاکستان باید د افغان سولې په برخه کې همکاري وکړي.

ټرمپ زیاته کړې وه، چې که پاکستان غواړي د امریکا باور بیا تر لاسه کړي، نو باید طالبان د سولې خبرو ته حاضر کړي.

د ټرمپ پر دغه لیک نېږدې دوه اوونۍ واوښتې، خو د پاکستان لومړي وزیر پرون بهرنیو چارو وزارت ته امر کړی، چې د ټرمپ لیک ته په لیک ځواب ورکړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، د افغانستان د سولې لپاره یې د امریکا د ولسمشر د غوښتنو د ځواب لپاره لیک چمتو کړی دی.

دغه وزارت په لیک کې ولسمشر ټرمپ ته ویلي، پاکستان هڅه کوي، چې له خپل نفوذه په استفاې طالبان د سولې خبرو ته وهڅوي او دا بهیر ګړندۍ کړي.

دغه راز د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په لیک کې د امریکا او پاکستان پر اړیکو ټینګار شوی او له ولسمشر ټرمپ څخه غوښتل شوي چې له پاکستان سره د خپل هیواد اړیکې ښې او نژدې کړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، له واشنګټن څخه به وغواړي چې له اسلام اباد سره سوداګري اړیکې، چې په وروستیو کلونو کې په ځوړ روانې دي، بېرته ښه کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي