۰

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر افغانستان ته راځي

یکشنبه ۱۸ قوس ۱۳۹۷ ساعت ۰۸:۴۲
ټاکل شوې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي د افغان سولې او دواړو هېوادونو تر منځ د اړیکو ښه کولو په موخه کابل ته سفر وکړي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر افغانستان ته راځي
ټاکل شوې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي د افغان سولې او دواړو هېوادونو تر منځ د اړیکو ښه کولو په موخه کابل ته سفر وکړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې پاکستاني رسنیو ویلي، قریشي به راتلوونکې اونۍ افغانستان ته سفر وکړی او هلته به له افغان چارواکو سره پر سولې او دغه راز د دواړو هېوادونو پر اړیکو خبرې وکړي.

کابل ته د قریشي د سفر او د افغان سولې په تړاو له افغان چارواکو سره د خبرو کولو راپورونه پر داسې مهال ورکول کېږي، چې نوموړي وړمه ورځ په یوه غونډه کې ویلي پاکستان په افغانستان کې د سولې پروسې بشپړ ملاتړ او همکاري کوي.

هغه ټینګار کړی، چې پاکستان هڅه کوي په افغانستان کې روانه جګړه پای ته ورسېږي، خو ځینو لوېدیځو رسنیو د سولې په برخه کې د امریکا هڅو او پر پاکستان فشارونو ته په اشارې ویلي، داسې نه ښکاري، چې پاکستان دې د افغان سولې په برخه کې همکاري وکړي.

 
جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي