۰

غور کې د جومات ملا امام له خپلې مېرمنې سر پرې کړی دی

یکشنبه ۱۸ قوس ۱۳۹۷ ساعت ۱۰:۱۶
سیمه ییز امنیتي چارواکي وایي، غور ولایت کې د یوه جومات ملا امام له خپلې مېرمنې سر پرې کړی او وژلې یې ده.
غور کې د جومات ملا امام له خپلې مېرمنې سر پرې کړی دی
سیمه ییز امنیتي چارواکي وایي، غور ولایت کې د یوه جومات ملا امام له خپلې مېرمنې سر پرې کړی او وژلې یې ده.

دغه پېښه تېره شپه (د لیندنۍ ۱۷مه) د غور ولایت د مرکز فیروزکوه ښار اړوند د پوزلیج سیمه په ګرمابک کلي کې رامنځ ته شوې ده.

د غور د امنیه قوماندانۍ د امنیت آمر سید ضیا حسیني جمهور خبري آژنس ته و ویل، چې د ګرمابک په کلي کې د یوه جومات ملاامام له خپلې مېرمنې سر پرې کړی او وژلې یې ده.

د هغه په وینا له دې مېرمنې دوه واړه ماشومان پاتې شوي او خاوند یې هم د هغې تر وژلو وروسته له سیمې په تېښته بریالی شوی دی.

د امنیت د آمر په خبره تر اوسه د قتل انګېزه نه ده معلومه خو پولیسو د قاتل د نیولو او د پېښې د څرګندونې په موندلو پسې لټون پیل کړی دی.

باید و ویل شي، چې تر دې وړاندې هم په ځينو لرې پرتو ولایتونو او سیمو کې ورته پېښې رامنځ ته شوې، چې یوه خاوند دې له خپلې مېرمنې سر پرې کړی وي او یا یې وژلې وي، خو دا لومړی ځل دی، چې د یوه جومات ملاامام له خپلې مېرمنې سر پرې کوي.

جمهورخبري آژانس:یحی فولادي
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي