۰

د فوټبال فدراسیون د رییس او پنځو کارکوونکو دندې وځنډول شوې

یکشنبه ۱۸ قوس ۱۳۹۷ ساعت ۱۲:۳۸
لوی څارنوالۍ د افغانستان د فوټبال فدراسیون د رییس کرام الدین کرام او د دغه فدراسیون د پنځو نورو غړو دندې ځنډولې دي.
د فوټبال فدراسیون د رییس او پنځو کارکوونکو دندې وځنډول شوې
لوی څارنوالۍ د افغانستان د فوټبال فدراسیون د رییس کرام الدین کرام او د دغه فدراسیون د پنځو نورو غړو دندې ځنډولې دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې لویې څارنوالۍ ویلي پر دغه کسانو د فوټبال د ښځینه ملي ټیم پر ځینو غړو د جنسي تېري او ځورونې تور دی، نو ځکه یې دندې ځنډول شوې دي.

باید و ویل شي، چې د فوټبال فدراسیون پر رییس او ځينو نورو کارکوونکو څو ورځې وړاندې د ملي ټیم ښځینه لوبغاړو ادعاوه وکړه، چې ځینې لوبغاړې یې ځورولې او جنسي تېری یې پرې کړی دی.

که څه هم د فوټبال فدراسیون دغه ادعاوې رد کړې او ویې ویل دا ډول څرګندونې هغه لوبغاړې کوي، چې په ملي ټیم کې ځای نه در ورکړل شوی او له همدې امله خفه دي، خو په خواله رسنیو او نړیواله کچه د دې موضوع په اړه غبرګونونه راوپارېدل.

ولسمشر غني په یوه غونډه کې و ویل دا ډول ادعاوې او راپورونه بوږنونکي او د نه منلو دي او په اړه یې باید جدي پلټنې وشي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي