۰

فراه کې افغان پوځیانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

یکشنبه ۱۸ قوس ۱۳۹۷ ساعت ۱۲:۵۰
د فراه د ولایتي شورا غړي وايي، په دغه ولایت کې د وسله والو طالبانو په یوه برید کې د پوځ ۱۸ سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
فراه کې افغان پوځیانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده
د فراه د ولایتي شورا غړي وايي، په دغه ولایت کې د وسله والو طالبانو په یوه برید کې د پوځ ۱۸ سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د افغان ځواکونو او طالبانو تر منځ نښته تېره شپه (د لیندۍ ۱۷ مه) د فراه ولایت د بالابلوک ولسوالۍ په آب خرما سیمه کې رامنځ ته شوې ده.

د فراه د ولایتي شورا یوه غړي دادالله قانع ویلي طالبانو په یاده سیمه کې د هرات – کندهار پر لویه لار د افغان پوځ په یوه قرارګاه باندې برید وکړ.

نوموړی وایي، د طالبانو په برید کې د افغان پوځ سرتېرو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې او ګڼې وسلې او مهمات یې طالبانو له ځان سره وړي دي.

طالب ویاند قاري یوسف احمدي هم د ملي اردو په قرارګاه او په کې د ۸ سرتېرو د وژل کېدو او ۱۰ نورو د نیول کېدو پخلی کړی دی.

د فراه چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

خو طالب ویاند ویلي په جګړه کې دوه طالبان هم ټپیان شوي دي.

جمهورخبري آژانس:فراه
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي