۰

له درې کلونو وروسته افغان ځواکونو د هلمند د لوی مانده سیمه ونیوله

یکشنبه ۱۸ قوس ۱۳۹۷ ساعت ۱۲:۵۹
افغان ځواکونه له درې کلونو وروسته پر دې وتوانېدل، چې د هلمند ولایت مرکز لښکرګاه ته څېرمه د لوی مانده سیمه له وسله والو طالبانو ونیسي.
له درې کلونو وروسته افغان ځواکونو د هلمند د لوی مانده سیمه ونیوله
افغان ځواکونه له درې کلونو وروسته پر دې وتوانېدل، چې د هلمند ولایت مرکز لښکرګاه ته څېرمه د لوی مانده سیمه له وسله والو طالبانو ونیسي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې افغان ځواکونو له تېرو څو ورځو راهیسې د هلمند د ګرشک او باباجي تر منځ پرته سیمه کې عملیات پیل کړي، چې د چارواکو په وینا په خورا بریالتوب مخ ته روان دي.

د هلمند باباجی، لوی مانده، سپين مسجد، شملانې، سر پرېکړې، او دلته نوري پرتې ساحې تر سختو ستونزو لاندي وې او خلک یې هم له ګڼو ستونزو سره مخ وو.

پر دې سیمه کې له تېرو دریو کلونو راهیسې د وسله والو طالبانو راج چلېده خو نن یکشنبې د لیندۍ ۱۸ مه افغان ځواکونه د پیل کړیو عملیاتو په ترڅ کې په دې وتوانېدل، چې د لوی مانده سیمه ونیسي او ملي بیرغ پرې ورپوي.

د چارواکو په وینا په دې عملیاتو کې ۲۱ وسله وال طالبان هم وژل شوي او ګڼ شمېر نور یې ټپیان شوي دي.

د هلمند چارواکو ډاډ ورکړی چې د دې سیمې په نیول کېدو سره به د ټول هلمند په ځانګړې توګه د یادې سیمې په امنیت کې مثبت بدلون راشي او خلک به بېرته خپلو سیمو ته ستانه شي.

د هلمند والي جنرال یاسین خان چې د دې سیمې تر نېول کېدو وروسته ورغلی خلکو ته ډاډ ورکړی،چې د باباجي خلک به بيرته خپلي کروندې وکري، ښوونځي فعال شي، روغتيايي خدمتونه وړاندي شي،لويي لاري پرانيستل شي، وران شوي پلونه او پلچکونه ورغول شي.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
جمهورخبري آژانس:هلمند
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي