۰
د مشرانو جرګې رییس:

د ټاکنو شکایتونو اورېدو کمېسیون د ټولو رایو د باطلولو واک نه لري

یکشنبه ۱۸ قوس ۱۳۹۷ ساعت ۱۳:۳۴
د مشرانو جرګې رییس د ټاکنو د شکایتونو اورېدو کمېسیون دې پرېکړې ته چې د کابل د ټولو حوزو رایې یې باطلې اعلان کړې په غبرګون کې وايي، دغه کمېسیون د دې واک او صلاحیت نه لري، چې ټولې رایې باطلې اعلان کړي.
د ټاکنو شکایتونو اورېدو کمېسیون د ټولو رایو د باطلولو واک نه لري
د مشرانو جرګې رییس د ټاکنو د شکایتونو اورېدو کمېسیون دې پرېکړې ته چې د کابل د ټولو حوزو رایې یې باطلې اعلان کړې په غبرګون کې وايي، دغه کمېسیون د دې واک او صلاحیت نه لري، چې ټولې رایې باطلې اعلان کړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې فضل الهادي مسلم یار د نن یکشنبې د لیندۍ ۱۸ مې عمومې غونډه کې و ویل، چې د یاد کمېسیون دغه پرېکړه قانوني صبغه نه لري او د کمېسیون کمېشنران له قانون څخه خبر نه دي.

د هغه په وینا د شکایتونو کمېسیون د قانون سره سم یوازې شکایتونو د رسېدو، د رایو د بیا شمارلو، او قرنطین کولو هغه هم د ځينو مهلونو صلاحیت لري.

د مشرانو جرګې رییس د ټاکنو د خپلواک کمېسیون او د شکایتونو اورېدو کمېسیون غړي په د ولس او ټاکنو په برخلیک پر سیاسي جوړجاړي تورن کړل.

نوموړي زیاته کړه، چې د دغه دواړو کمېسیونونو تر منځ د رایو د ابطال په برخه کې اختلافات هم سیاسي دي او د دواړو کمېسیون غړو خپل اصلي مصوولیت نه دي تر سره کړی.

ښاغلي مسلم یار و ویل، د دغه کمېسیونونو د غړو د سیاسي جوړجاړیو له امله لکه څنګه چې د رایې ورکوونکې پر پروسه نیوکې او شکایتونه زیات و، دغه راز د رایو د بیا شمېر په اړه هم نیوکې او شکایتونه زیات دي.

د مشرانو جرګې رییس ټنیګار وکړ، چې دواړه کمېسیونونه باید خپلې چارې د قانون سره سمې مخ ته یوسي، ځکه ټاکنې ټوکې او ریشخند نه دي، چې دوی پرې ملنډې و وهي.

په ورته وخت کې یو شمېر سناتورانو ویل، که د ټاکنو له پایلو سره د دواړو کمېسیونونو چلند په همدې ډول دوام ولري، نو په راتلونکو ولسمشریزه ټاکنو به ولس باور له لاسه ورکړي او په ټاکنو کې به ګډون ونه کړي.

د جرګې غړي عبدالله قرلق و ویل، چې د دواوړو کمېسیونو له خوا د پارلماني ټاکنو سره سیاسي چلند ټاکنې بحران ته وړې او ولس یې پر انتخاباتو بې باوره کړی دی.

سناتور محی الدین منصف هم ورته څرګندونې وکړې او ویې ویل، چې په خواشنۍ سره دواړو کمېسیونو له ټاکنو سره پر دې چلند هم خپل او د حکومت حیثیت تر پښو لاندې کړ.

نوموړي ټینګار وکړ، چې د کمېسیون هغه غړي او کارکوونکي، چې په ټاکنو کې یې سرغړونې کړې او یا یې هم کوي باید عدلي او قضايي ارګانونو ته وروپېژندل شي.

دا په داسې حال کې ده، چې د ټاکنو شکایتونو کمېسیون د تېرې چهارشنبې په ورځ په یوه غونده کې د کابل پارلماني ټاکنې د دې له امله ټولې باطلې اعلان کړې، چې په وینا یې بې حده درغلي په کې شوې او نیوکې پرې زیاتې وې.

خو د ټاکنو د خپلواک کمېسیون له خوا د دې پرېکړې تر نه منلو وروسته ولسمشرۍ ماڼۍ سپارښتنه وکړه، چې دواړه کمسیونونه دې د کابل د رایو د شمار، د هغو د پایلو او شکایتونو ته د رسېدو په پار له سره غور وکړي.

جمهورخبري آژانس:عبدالله امیني
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي