۰

فاریاب کې د دوه قوماندانانو په ګډون ۱۱ طالبان وژل شوي دي

یکشنبه ۱۸ قوس ۱۳۹۷ ساعت ۱۴:۰۱
د کورنیو چارو وزارت فاریاب ولایت کې د افغان ځواکونو د عملیاتو پر مهال د دوه قوماندانانو په ګډون د ۲۵ وسله والو طالبانو ته د مرګ ژوبلې اوښتو خبر ورکړی دی.
فاریاب کې د دوه قوماندانانو په ګډون ۱۱ طالبان وژل شوي دي
د کورنیو چارو وزارت فاریاب ولایت کې د افغان ځواکونو د عملیاتو پر مهال د دوه قوماندانانو په ګډون د ۲۵ وسله والو طالبانو ته د مرګ ژوبلې اوښتو خبر ورکړی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې کورنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، افغان ځواکونو پرون شنبې د لیندۍ ۱۷ مه ماښام مهال د فاریاب په دولت آباد ولسوالۍ کې پر طالبانو بریدونه وکړل او جګړه رامنځ ته شوه.

سرچینه زیاتوي، چې په دې جګړه کې د قوماندان ملا نصرت په ګډون ۱۱ وسله وال طالبان وژل شوي او د قوماندان ملا موسی په په ګډون ۱۴ نور ټپیان شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت ویلي، د وژل شویو یو شمېر وسله والو جسدونه د جګړې په میدان پاتې او یو شمېر وسلې یې د افغان ځواکونو لاس ته ورغلي دي.

دغه وزارت وایي، په جګړه کې افغان ځواکونو او ولسي وګړو ته هېڅ ډول زیان نه دی اوښتی.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:کابل

 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي