۰

عمرداودزی د ولسمشر غني ځانګړی استازی وټاکل شو

دوشنبه ۱۹ قوس ۱۳۹۷ ساعت ۰۸:۱۹
د کورنیو چارو پخوانی وزیر محمد عمر داودزی د سولې د سولې عالي شورا د دارالانشا رییس او په سیمه ییزو چارواکو کې د سولې اجماع لپاره د ولسمشر ځانګړي استازی ټاکل شوی دی.
عمرداودزی د ولسمشر غني ځانګړی استازی وټاکل شو
د کورنیو چارو پخوانی وزیر محمد عمر داودزی د سولې د سولې عالي شورا د دارالانشا رییس او په سیمه ییزو چارواکو کې د سولې اجماع لپاره د ولسمشر ځانګړي استازی ټاکل شوی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې له ارګ خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي، چې ولسمشر به یوه فرمان کې ښاغلی داودزی د پخلاینې په چارو کې ځانګړی استازی ګمارلی دی.

د ولسمشر په فرمان کې ویل شوي« چې ښاغلی داوودزی د افغانستان د اساسي قانون د ۱۳ بند د ۶۴ مادې پر اساس د پخلاینې پر پروسې د سیمه ییزې اجماع د رامنځته کولو لپاره ټاکل شوی دی.»

باید و ویل شي، چې عمر داودزي تر دې وړاندې د کورنیو چارو د وزیر او په پاکستان کې د افغان سفیر دنده تر سره کړې ده.

نوموړی د حراست او ثبات شورا له لوړ پوړیو غړیو هم دی او دغه راز یې راتلونکو ولسمشریزه ټاکنو ته د نوماند کېدو خبر ورکړی دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي