په شمال کې د پوځ چارواکي وايي، فاریاب ولایت کې د وسله والو طالبانو یو مهم او کلیدي قوماندان ملا نصرت وژل شوی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ۲۰۹ شاهین قول اردو په یوه خبرپاڼه کې ویلي، ملا نصرت مشهور په کرم پرون یکشنبې د لیندۍ ۱۸ مه د فاریاب ولایت په دولت آباد ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو سره په نښته کې وژل شوی دی.
سرچینه زیاتوي، چې په دې جګړه کې د ملا نصرت شپږ ملګري هم وژل شوي خو افغان ځواکونو او ولسي وګړو ته هېڅ ډول زیان نه دی اوښتی.
دغه زار په خبرپاڼه کې ویل شوی، چې د قندوز په چهار دره ولسوالۍ کې هم د طالبانو یو سیمه ییز قوماندان معلم شېر وزل شوی او یو بل تن یې ټپي شوی دی.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
جمهورخبري آژانس:کابل