ولسمشر د سولې له مرکچي پلاوي سره کتلي دي

19 قوس 1397 ساعت 9:39

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د سولې د ۱۲ کسیزه مرکچي پلاوی سره کتلي او د سولې په اړه یې ورسره خبرې اترې کړې دي.


افغان ولسمشر محمد اشرف غني د سولې د ۱۲ کسیزه مرکچي پلاوی سره کتلي او د سولې په اړه یې ورسره خبرې اترې کړې دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د ارګ نه خپره شوې خبرپاڼه وایي، ولسمشر پرون یکشنبې د لیندۍ ۱۸ مه ماښام په ارګ کې له دغه پلاوی سره وکتل.

خبرپاڼه وایي، په دې غونډه کې د ولسمشر دویم مرستیال او اجرایه رییس ډاکټر عبدالله عبدالله هم ګډون کړی دی.

سرچینه د ولسمشر غني په قول وايي، دغه پلاوی د هغو نظریاتو پر بنسټ جوړ شوی دی، چې په تېرو اتو میاشتو کې له خلکو راټول شوي دي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، ولسمشر په دغه لیدنه کې له یاد پلاوي سره د حکومت غوښتنې او سپارښتنې شریکې کړې دي او د سولې د پروسې په اړه یې وروستي معلومات ورکړي دي.

د سولې د مرکچي پلاوي غړي ډاکټر فاروق وردګ او د سیمه ییزې اجماع په چارو کې د ولسمشر ځانګړي استازي او د سولې عالي شورا د دارالانشا رییس عمر داوودزي هم خبرې کړې دي.

عمرداوودزي ویلي چې دوی به ورسپارل شوې دنده په پوره مسوولیت مخ ته وړي او د افغان سولې لپاره به خپلې وروستۍ هلې ځلې کوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 111145

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/111145/

جمهور
  https://www.jomhornews.com