ډیلي ټایمز:

ملګري ملتونه باید له افغانستان بهرني لاسونه لنډ کړي

19 قوس 1397 ساعت 10:22

ډیلي ټایمز ورځپاڼې په یوه مطلب کې ویلي، تر هغه به افغانستان د سیمه ییزو او نړیوالو د ګټو لپاره د جګړې ډګر وي چې بهرني لاسونه له دې هېواد لنډ شوي نه وي.


ډیلي ټایمز ورځپاڼې په یوه مطلب کې ویلي، تر هغه به افغانستان د سیمه ییزو او نړیوالو د ګټو لپاره د جګړې ډګر وي چې بهرني لاسونه له دې هېواد لنډ شوي نه وي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د مطلب لیکوال ټینګار کړی تر څو چې افغانستان ته د یوه خپلواک هېواد په توګه درناوی نه وي شوی په دغه هېواد کې په جګړه روانه وي.

په دغه مطلب کې وړاندې ویل شوي اوس د دې وخت رارسېدلی، چې ملګري ملتونه خپل ارزښت په ډاګه په افغانستان کې خپلې تېرې نیمګرتیاوې جبران کړي.

د مطلب د لیکوال په وینا ملګري ملتونه باید په افغانستان کې بهرني لاسونه لنډ کړي تر څو په دې توګه د افغان وینه تویېدنه بند او سوله راشي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 111149

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/111149/

جمهور
  https://www.jomhornews.com