ننګرهار کې د داعش ډلې یو مهم مسوول وژل شوی دی

19 قوس 1397 ساعت 12:56

سیمه ییز چارواکي وايي، ننګرهار ولایت کې د داعش ډلې یو مهم مسوول او د ګڼو بریدونو طراح داود لالا د افغان ځواکونو په عملیاتو کې وژل شوی دی.


سیمه ییز چارواکي وايي، ننګرهار ولایت کې د داعش ډلې یو مهم مسوول او د ګڼو بریدونو طراح داود لالا د افغان ځواکونو په عملیاتو کې وژل شوی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د ننګرهار ولایت له مطبوعاتي دفتره خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د صفر دوه قطعې تېره شپه د (لیندۍ ۱۸مه) د ننګرهار په سره رود ولسوالۍ کې عملیات وکړل.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، په دې عملیاتو کې د بټي کوټ ولسوالۍ له پاره د داعش مسوول او په جلال آباد ښار کې د ګڼو مرګونو پېښو طراح داود لالا وژل شوی دی.

سرچینه زیاتوي، چې داود لالا اصل د ننګرهار ولایت د هسکې مېنې ولسوالۍ اوسېدونکی دی او له ده څخه یو میل تومانچه، او درې شاجورونه هم تر لاسه شوي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې درې ورځې وړاندې هم د ننګرهار په بهسود ولسوالۍ کې د داعش یو مطبوعاتي مسوول د افغان ځواکونو په یوه برید کې وژل شوی وو.

جمهورخبري آژانس:ننګرهار
 


د مطلب کود: 111154

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/111154/

جمهور
  https://www.jomhornews.com