خوست کې د افغان پوځ ۱۰ سرتېري وژل شوي دي

19 قوس 1397 ساعت 13:34

سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، خوست ولایت کې د وسله والو طالبانو د یوه برید پر مهال د پوځ ۱۴ سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.


سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، خوست ولایت کې د وسله والو طالبانو د یوه برید پر مهال د پوځ ۱۴ سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د چارواکو په وینا وسله والو طالبانو تېره شپه د (لیندۍ ۱۸ مه) د خوست د يعقوبيو صبريو ولسوالۍ اړوند د ګريګري سيمه کې د ملي اردو پر يوه امنيتي پوسته برید کړی دی.

د خوست د امنیه قوماندانۍ د امنیت امر سمونوال سید احمد بابازي ویلي، د طالبانو په دغه برید کې د ملي اردو ۱۰ سرتېري وژل شوي، درې ټپیان او یو یې هم طالبانو له ځان سره ژوندی وړی دی.

نوموړي په جګړه کې د وسله والو طالبانو د مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ویلي خو زیاته کړې یې ده، چې د پلټنو په موخه سیمې ته یو پلاوی لېږل شوی دی.

طالبانو هم تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده، چې په فراه او بادغیس ولایتونو کې هم د طالبانو په بریدونو کې کابو ۲۰ افغان پولیسو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

جمهورخبري آژانس:خوست
 
 
 


د مطلب کود: 111157

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/111157/

جمهور
  https://www.jomhornews.com