طالبانو د غزني پنځو ولسوالیو ته غځېدلې لارې تړلې دي

19 قوس 1397 ساعت 14:53

په ولسي جرګه کې د غزني استازي وايي، وسله والو طالبانو د دې ولایت پنځو ولسوالیو ته ټولې غځېدلې مواصلاتي لارې تړلې دي.


په ولسي جرګه کې د غزني استازي وايي، وسله والو طالبانو د دې ولایت پنځو ولسوالیو ته ټولې غځېدلې مواصلاتي لارې تړلې دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د غزني استازو د جرګې د نن دوشنبې لیندۍ ۱۹ مې په عمومي غونډه کې و ویل، چې طالبانو جاغوري، مالستان، اجرستان، ناور او جغتو ولسوالیو ته غځېدلې لارې تړلې دي.

په جرګه کې د غزني استازي چمن شاه اعتمادي و ویل، چې پر دغه لار اوس د یادو ولسوالیو وګړي تګ راتګ نه شي کولای ځکه لارې طالبانو نیولې دي.

د هغه په وینا که مرکزي حکومت په دې اړه جدي اقدمات تر سره نه کړي، ښايي ډېری ناروغان چې د درملنې په موخه غزني ښار او کابل ته لېږدول کېږي ژوند له لاسه ورکړي.

دغه راز د جرګې بلې غړې شاه رضايي و ویلو چې له تېرو دوه میاشتو یې حکومت ته فریاد کاوه، چې په یادو سیمو کې امنیتي پوستې واچوي، خو حکومت ورته پاملرنه ونه کړه او دا دی له تېرو دوه ورځو راهیسې دغه لارې د طالبانو له خوا تړل شوې دي.

د نوموړې په خبره که په دې اړه جدي اقدامات تر سره نه شي، نو د غزني ولایت امن ولسوالۍ به هم ناامنه شي.

شاه ګل رضايي ټینګار وکړ، چې افغان امنیتي ادارې دې پر دغه لارو د طالبانو پر کمربندونو بریدونه وکړي او هلته دې امنیتي پوستې جوړې کړي.

په غونډه کې ځینو استازو په فاریاب او اروزګان ولایتونو کې هم ناامنیو او د طالبانو له خوا د لارو تړلو ته اشاره وکړه او په دې برخه کې یې له مرکزي حکومته د جدي ګامونو اخیستو غوښتنه وکړه.

جمهورخبري آژانس:عبدالله امیني
 
 


د مطلب کود: 111164

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/111164/

جمهور
  https://www.jomhornews.com