۰
کورنیو چارو وزارت:

د طالبانو د حکومت د ماليې وزارت مرستیال نیول شوی دی

سی شنبه ۲۰ قوس ۱۳۹۷ ساعت ۱۱:۱۳
کورنیو چارو وزارت وایي، د طالبانو د واکمنۍ د مهال د مالیې وزارت مرستیال عبدالجلیل حقاني په کندهار ولایت کې نیول شوی دی.
د طالبانو د حکومت د ماليې وزارت مرستیال نیول شوی دی
کورنیو چارو وزارت وایي، د طالبانو د واکمنۍ د مهال د مالیې وزارت مرستیال عبدالجلیل حقاني په کندهار ولایت کې نیول شوی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه وزارت ویلي، عبدالجلیل حقاني چې د ملګرومتلونو په تور لېست کې هم و پرون دوشنبې د لیندۍ ۱۹ مه د کندهار ولایت په سپین بولدک ولسوالۍ کې هغه مهال ونیول شوي، چې غوښتل یې پاکستان ته واوړي.

سرچینه زیاتوي، عبدالجلیل حقاني، چې د انټرپول پولیسو تر څار لاندې هم و غوښتل په جعلي هویت او جعلي پاسپورټ د ولي محمد د ګل محمد د زوی په نوم د سپین بولدک له لارې پاکستان ته واوړي، چې د کورنیو چارو وزارت د انټرپول پولیسو له خوا وپېژندل شو او ونیول شو.

د کورنیو چارو وزارت زیاته کړې، چې عبدالجلیل حقاني د بایومتریک سیستم پر مټ پېژندل شوی چې د طالبانو د واکمنۍ د مهال د مالیې وزارت مرستیال وو.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:کابل


 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي