۰

د کابل په هوايي ډګر کې یو مهم نړیوال تورن کس نیول شوی دی

سی شنبه ۲۰ قوس ۱۳۹۷ ساعت ۱۱:۲۹
د کورنیو چارو وزارت د کابل په هوايي ډګر کې د یوه داسې تورن کس د نیولو خبر ورکوي، چې په وینا یې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په تور لېست کې دی.
د کابل په هوايي ډګر کې یو مهم نړیوال تورن کس نیول شوی دی
د کورنیو چارو وزارت د کابل په هوايي ډګر کې د یوه داسې تورن کس د نیولو خبر ورکوي، چې په وینا یې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په تور لېست کې دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د کورنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي دغه نړیوال تورن کس پرون دوشنبې د لنیدۍ ۱۹ مه د کابل په هوايي ډګر کې د سرحدي پولیسو له خوا نیول شوی دی.

کورنیو چارو وزارت ویلي، دغه کس نور الله نومېږي، چې د زابل ولایت اوسېدونکی او د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په تور لېست کې شامل کس دی، چې د حامد کرزي په هوايي ډګر کې ونیول شو.

یاد وزارت په دې اړه نور جزیات نه دي ورکړي خو وايي نیول شوی کس دا مهال د پولیسو تر پلټنو لاندې دی.

دا په داسې حال کې ده، چې کورنیو چارو وزارت پرون د کندهار په سپين بولدک ولسوالۍ کې د طالبانو د واکمنۍ د مهال د مالیې وزارت مرسیتال عبدالجلیل حقاني د نیولو خبر ورکړی وو.

د کورنیو چارو وزارت وايي، عبدالجلیل حقاني په جعلي هویت او جعلي پاسپورټ هڅه کوله، پاکستان ته واوړي، چې د انټرپول پولیسو له خوا ونیول شو.

جمهورخبري آژانس:کابل
 



 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي