۰

کابل کې د افغان ځواکونو په یوه کاروان ځانمرګی برید وشو

سی شنبه ۲۰ قوس ۱۳۹۷ ساعت ۱۱:۴۱
کابل کې د افغان ځواکونو په یوه کاروان موټر بم ځانمرګی برید وشو، چې له امله یې ۱۰ امنیتي سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
کابل کې د افغان ځواکونو په یوه کاروان ځانمرګی برید وشو
کابل کې د افغان ځواکونو په یوه کاروان موټر بم ځانمرګی برید وشو، چې له امله یې ۱۰ امنیتي سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د کورنیو چارو وزارت د دغه برید د پخلي تر څنګ وايي، نن دوشنبې د لیندۍ ۲۰ سهار شاوخوا ۹:۰۰ بجې د کابل د پغمان ولسوالۍ اړوند سیمه کې د کابل – کندهار پر لویه لار د امنیتي ځواکونو په موټرو موټر بم ځانمرګی برید وشو.

د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش وايي، په دغه برید کې څلور امنیتي سرتېري وژل شوي او ۶ نور ټپیان شوي دي.

که څه هم نوموړي په دې اړه نور جزیات نه دي ورکړی، خو له سیمې عیني شاهدانو جمهور خبري آژانس ته و ویل، چې دوی ولیدل، چې د برید له امله یوه رنجر موټر، یو سراچه او یو لنډکروزر موټر زیانمن شول.

د برید مسوولیت وسله والو طالبانو پر غاړه اخیستی او ادعا یې کړې، چې برید یې د صفر یو قطعې پر سرتېرو او د هغوی پر بهرنیو سلاکارانو کړی دي، خو د مرګ ژوبلې په اړه یې څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي