ډاکتر عبدالله او کابل کې د هند سفیر پر سوله خبرې کړې دي

20 قوس 1397 ساعت 12:19

د افغان حکومت اجرائیه رییس ډاکتر عبدالله عبدالله او په کابل کې د هند سفیر وینی کمار په یوه لیدنه کې پر ځینو موضوعاتو خبرې اترې کړې دي.


د افغان حکومت اجرائیه رییس ډاکتر عبدالله عبدالله او په کابل کې د هند سفیر وینی کمار په یوه لیدنه کې پر ځینو موضوعاتو خبرې اترې کړې دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د اجرائیه ریاست پر فسبوک پاڼه خپاره شوي معلومات ښيي، چې ښاغلي عبدالله او ښاغلي کمار نن دوشنبې د لیندۍ ۲۰ مه په سپېدار ماڼۍ کې سره لیدلي دي.

په دغه معلوماتو کې راغلي، چې دواړو لورو په افغانستان کې د سولې، د سیمه ییزې همکارۍ، د افغانستان د ولسمشرۍ ټاکنو او دغه راز اقتصادي او نورو اړیکو په اړه خبرې او بحث وکړ.

اجرائیه ریاست د دې ناستې او خبرو په اړه نور جزیات نه دي ورکړي، خو افغان او هندي چارواکي پر داسې مهال پر افغان سوله خبرې کوی، چې د افغانستان د سولې عالي شورا ویلي، د سولې په برخه کې د هند همکاري او مرسته هم اړینه ده.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي هم د افغان سولې په برخه کې د هند مرسته اړینه بللې ده.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 111194

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/111194/

جمهور
  https://www.jomhornews.com