استرالیا افغان امنیتي ځواکونو ته د سپین زرو ډال په نامه داسې یو سیستم ورکړی، چې پر مټ یې کېدای شي، د ځینو چاودنو مخه ونیول شي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې اسټراليايۍ ډېفنس کنېکټ ورځپاڼې ليکلي د سپين زرو ډال په نامه دا سيستم پر موټرو لګول کېږي او د هغو شلخي یا ریموټي بمونو پر وړاندې يې ساتنه کوي چې له لرې د راډيو له لارې کنټرولېږي.
د ورځپاڼې په وينا دا سيستم د هغو راډيو يي سيګنالونو مخه نيسي چې شلخي بمونه فعالوي او د جګړې په ډګر کې يوه ژوند ژغورونکې وسيله ثابته شوې ده.
ورځپاڼې د اسټراليا د دفاع ورير کرېستوفر پاين په وينا ليکلي چې اوسمهال څه د پاسه ١٥٠٠٠ دغه راز وسيلې یې افغان ځواکونو ته سپارلې دي.
جمهورخبري آژانس:کابل