د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد ازبکستان ته رسېدلی او د دغه هېواد له چارواکو سره یې پرې سوله خبرې کړې دي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې ښاغلي خلیلزاد پرون دوشنبې د لیندۍ ۱۰ مه تاشکند ته ورسېد او هلته یې د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر او یو شمېر نورو چارواکو سره پر افغان سولې خبرې کړې دي.
د راپورونو له مخې ازبک چارواکو په خپلو خبرو کې پوره ډاډ ورکړی، چې د افغانستان د سولې په برخه کې هر ډول همکاری ته چمتو دي.
د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر يټنګار کړی، چې د افغانستان جګړه د نظامي اقداماتو پر مټ نه بلکې یوازې د سیاسي مذاکراتو له لارې د حل وړ ده.
په ورته وخت کې زلمي خلیلزاد د تاشکند پر بل کنفرانس د ټینګار تر څنګ د دغه کنفرانس لومړنۍ اعلامیه هم تایید کړې ده.
نوموړي په خپلو خبرو کې ویلي، چې د ازبکستان په ګډون د سیمې د هېوادونو هره همکاري افغانان سولې ته نږدې کولی شي.
ټاکل شوې چې زلمی خلیلزاد ازبکستان ته د خپل سفر په لړ کې د دغه هېواد له ولسمشر سره هم وګوري او د افغان سولې په اړه خبرې ورسره وکړي.
باید و ویل شي، چې زلمي خلیلزاد تر دې وړاندې د خپل درېیم سفر په ترڅ کې له افغان، پاکستاني او روسي چارواکو سره هم د افغان سولې په اړه خبرې کړې دي.
جمهورخبري آژانس:کابل