سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، هرات ولایت کې د افغان ځواکونو او طالبانو تر منځ نښته کې له دواړو لورو ۳۴ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه نښته تېره شپه (د لیندۍ ۱۹مه) د هرات ولایت د پښتون زرغون ولسوالۍ په زمان آباد کلي رامنځ ته شوې.
د هرات د امنیه قوماندانۍ ویاند عبدلااحد ولي زاد وایي، په یاد کلي کې طالبانو د عامه نظم پولیسو په یوه پوسته برید وکړ، چې ورسره سم نښته رامنځ ته شوه.
نوموړي زیاته کړه، چې د طالبانو په برید کې ۶ پولیس وژل شوي، ۱۰ ټپیان خو په ځوابیه برید کې ۱۰ طالبان وژل شوي او ۸ نور ټپیان شوي دي.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
دا په داسې حال کې ده، چې په کندهار او بادغیس ولایتونو کې هم د امنیتي ځواکونو او طالبانو تر منځ نښتو کې ګڼه مرګ ژوبله رامنځ ته شوې ده.
جمهورخبري آژانس:هرات