بادغیس کې ۳۵ طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

20 قوس 1397 ساعت 13:56

په باغیس کې د پوځ چارواکي په دغه ولایت کې له افغان ځواکونو سره په جګړه کې د ۳۵ وسله والو طالبانو د مرګ ژوبلې خبر ورکړی دی.


په باغیس کې د پوځ چارواکي په دغه ولایت کې له افغان ځواکونو سره په جګړه کې د ۳۵ وسله والو طالبانو د مرګ ژوبلې خبر ورکړی دی.

د افغان ځواکونو او طالبانو تر منځ دغه نښتې نن دوشنبې د لیندۍ ۲۰ مه د بادغیس ولایت په بالامرغاب او آبکمري ولسوالیو کې شوې دي.

بادغیس کې د افغان پوځ یوه ویاند قدیر صدیقي جمهور خبري آژانس ته و ویل، چې د بالامرغاب په سرخلنګ سیمه کې په جګړه کې پنځه طالبان وژل شوي او ۱۰ نور ټپیان شوي دي.

دغه راز هغه زیاته کړه، چې د آبکمري ولسوالۍ په بند شرم سیمه کې بیا د افغان پوځ، سیمه ییزه پولیسو او سیمه ییزه پاڅونوالو سره په جګړه کې پنځه طالبان وژل شوي او ۱۵ نور ټپیان شوي دي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:یحی فولادي
 
 


د مطلب کود: 111211

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/111211/

جمهور
  https://www.jomhornews.com