۰

تېر درې کلونه افغانستان کې د جنسي تېري ۱۶۱۶ پېښې ثبت شوې دي

سی شنبه ۲۰ قوس ۱۳۹۷ ساعت ۱۴:۳۲
د عامې روغتیا وزارت وايي، د تېرو دریو کلونو په جریان کې په افغانستان کې د جنسي تېري ۱۶۱۶ پېښې له دوی سره ثبت شوې دي.
تېر درې کلونه افغانستان کې د جنسي تېري ۱۶۱۶ پېښې ثبت شوې دي
د عامې روغتیا وزارت وايي، د تېرو دریو کلونو په جریان کې په افغانستان کې د جنسي تېري ۱۶۱۶ پېښې له دوی سره ثبت شوې دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه څرګندونې د عامې روغتیا وزارت د جندر مشرۍ فرازنه اکبري نن دوشنبې د لیندۍ ۲۰ مه کابل کې د یوې خبري غونډې پر مهال وکړې او ویې ویل، چې په تېرو دریو کلونو کې په افغانستان کې له ښځو سره د تاوتریخوالي ۲۳ زره پېښې ثبت شوې دي.

نوموړې زیاته کړې، چې د تاوتریخوالي په دغه ۲۳ زره پېښو کې ۱۳ زره د تاوتریخوالي روانی پېښې او ۱۶۱۶ هغه یې د جنسي تېري پېښې دي.

د هغې په خبره ده پېښې تر ډېره د ناوړه دودونو او اقتصادي ستونزو له امله رامنځ ته شوې او هغه سروې په اساس په چې په ۲۰۱۵ میلادي کال کې تر سره شوې په افغانستان کې ۸۰ سلنه مېرمنې او ۷۲ سلنه نارینه په دې باور دي، چې په ځینو مواردو کې باید مېرمنې وهل ډبول وخوري.

په ورته وخت کې د ښځو چارو وزارت مسلکي مرستیالې سپوږمۍ وردګ روان کال د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د پېښې د کمېدو خبر ورکړ او ویې ویل، چې روان کال له مېرمنو سره د تاوتریخوالي ۴۱۳۸ پېښې رامنځ ته شوې، په داسې حال کې، چې دا کچه په تېر کال کې ۶۸۰۰ ته رسېدلې وه.

که څه هم د ښځو چارو وزارت د مېرمنو پر وړاندې د تاوتریخوالي د پېښې د کمښت خبر ورکړ، خو ټینګار یې دا و، چې د ټولنې ټول پاړکي باید په دې برخه کې لاس په کار شي تر څو د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي پېښې په مکمل ډول له منځه ولاړې شي.

جمهورخبري آژانس:عبدالجلیل سروش



 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي