۰
مشرانو جرګه:

پارلمان د فساد مرجع نه ده، د افغانستان د روڼتیا اداره باید بښنه وغواړي

سی شنبه ۲۰ قوس ۱۳۹۷ ساعت ۱۴:۴۸
مشرانو جرګې د افغانستان د روڼتیا د څار بنسټ د څېړنو پایلو ته په غبرګون کې وايي، پارلمان د فساد مرجع نه ده او دغه اداره باید بښنه وغواړي.
پارلمان د فساد مرجع نه ده، د افغانستان د روڼتیا اداره باید بښنه وغواړي
مشرانو جرګې د افغانستان د روڼتیا د څار بنسټ د څېړنو پایلو ته په غبرګون کې وايي، پارلمان د فساد مرجع نه ده او دغه اداره باید بښنه وغواړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د مشرانو جرګې رییس فضل الهادي مسلم یار د نن دوشنبې لیندۍ ۲۰ مې په عمومي غونډه کې و ویل مشرانو جرګه د افغانستان د روڼتیا د څار بنسټ پر هغه ادعاو نیوکه لري.

د هغه په وینا مشرانو جرګه له فساد څخه دفاع نه کوي، خو دغه بنسټ باید دا روښنانه کړي، چې کوم سناتوران او د ولسي جرګې غړي په فساد کې ښکېل دي.

مسلم یار و ویل، چې د مشرانو جرګې هر غړی حاضر دی، چې د هرې ادعا او د خپلو کړنو په اړه د هېواد لویې څارنوالۍ ته ځواب و وايي.

د مشرانو جرګې رییس ټینګار وکړ، چې په ټول کې پر فساد د ټول پارلمان تورنول سمه کار نه دی او د افغانستان د رونټیا د څار بنسټ په خپل راپور کې تېروتنه کړې، چې باید په اړه یې بښنه وغواړي.

د سنا یوه بل غړي محی الدین منصف و ویل، چې په دولتي ادارو د اسنادو او لاسوندونو د نه شتون په صورت کې اتهام واردول خپله جرم دی او د افغانستان د روڼتیا د څار بنسټ په دې راپور سره له خپلو پولو او چوکاټه پښې ایستلې دي.

نوموړي ټینګار وکړ، چې که یاد بنسټ د فساد په اړه اسناد او شواهد وړاندې کولی شي ښه تر ښه که نه دې بنسټ جرم کړی او باید عدلي او قضايي ارګانونو ته ور وپېژندل شي.

په مشرانو جرګه کې د زابل استازي محمد حسن هوتګ په مشرانو جرګه کې هر ډول فساد رد کړ او ویې ویل، چې سناتوران په هېڅ ډول فساد کې ښکېل نه دي.

دی وایي، د افغانستان د شفافیت د څار بنسټ باید یا اسناد او شواهد وړاندې کړي او یا هم له ملي شورا څخه بښنه وغواړي.

مشرانو جرګه دغه څرګندونې پر داسې مهال کوي، چې د افغانستان د روڼتیا د څار بنسټ څو ورځې وړاندې په دولتي ادارو کې د اداري فساد په اړه یو راپور خپور کړ.

په دغه راپور کې ویل شوي و، چې په افغانستان کې په ۲۰۱۸ میلادي کال کې ۴ میلیونه او شپږ سوره زره کسان د ۱.۷ میلیادر ډالره رشوت ورکړې ته اړ شوي دي.

دې راپور کې د افغانستان محکمې، معارف او لویه څارنوالي تر ټولو ډېرې د فساد او دغه راز پارلمان هم د فساد مرجع بلل شوې وه.

جمهورخبري آژانس:عبدالله امیني
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي