۰

افغانستان کې زغفرانو په تولید کې ۲۲ سلنه زیاتوالی راغلی دی

سی شنبه ۲۰ قوس ۱۳۹۷ ساعت ۱۵:۰۱
د کرنې او اوبو لګولو وزارت چارواکي وايي، روان کال په افغانستان کې د زعفرانو په تولید کې ۲۲ سلنه زیاتوالی راغلی او ۱۳ ټنه زعفران تولید شوي دي.
افغانستان کې زغفرانو په تولید کې ۲۲ سلنه زیاتوالی راغلی دی
د کرنې او اوبو لګولو وزارت چارواکي وايي، روان کال په افغانستان کې د زعفرانو په تولید کې ۲۲ سلنه زیاتوالی راغلی او ۱۳ ټنه زعفران تولید شوي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه څرګندونې د یاد وزارت ویاند اکبر رسمتي نن دوشنبې د لیندۍ ۲۰ مه کابل کې د یوې خبري غوندې پر مهال وکړې او ویې ویل، چې د هېواد په ۳۳ ولایتونو کې د زعفرانو په کښت او تولید کې زیاتوالی راغلی دی.

نوموړي زیاته کړه، چې یوازې سږ کال ۱۳ ټنه زعفران په ۳۳ ولایتونو کې تولید شوي، چې دا د دغه بوټي په تولید کې د تېر په پرتله ۲۲ سلنه زیاتوالی ښيي او کابو ۱۷ میلیونه ډالر ارزښت لري.

رستمي و ویل، چې په لومړیو کې په یوه ولایت کې زعفران کرل کېدل خو په تېرو دوه کلونو کې دغه لړۍ ۳۳ ولایتونو ته رسېدل او په دې ولایتونو کې اوس په بېلا بېل ډول زعفران کرل کېږي.

د کرنې وزارت د ویاند په خبره د افغانستان په داخل کې د یوه کیلو زعفرانو بیه له ۶۰ تر ۷۰ زره افغانیو پورې رسېږي او دا په نړیوالو مارکېټونو کې د دې درې برابره ده.

دی وايي، چې دا مهال د افغانستان نېږدې ۹۰ سلنه زعفران بهر ته لېږل کېږي په داسې حال کې، چې تېر کال یوازې ۱۷ اروپايي هېوادونو ته صادرېدل.

هغه و ویل، چې تر اوسه پورې د زعفرانو د تولید په برخه کې ۱۳۶ میلیونه افغانۍ پانګونه شوې او د دغه بوټي د پروسس لسګونه مرکزونه جوړ شوي دی.

د کرنې وزارت په تېر کې د افغانستان په نوم د نورو هېوادونو د زعفرانو صادرول او پلور یوه لویه ستونزه یاده کړه خو ویې ویل، چې سږ کال افغانستان د زعفرانو پر وارداتو له بندیزونو سره دغه ستونزه تر ډېره برید حل شوې ده.

جمهورخبري آژانس:عبدالجلیل سروش
 


 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي