۰

په راتلونکو دوه ورځو کې به د لاجوردو لار پرانستل شي

سی شنبه ۲۰ قوس ۱۳۹۷ ساعت ۱۵:۱۱
د بهرنیو چارو وزارت وايي، تر راتلونکو دوه ورځو پورې به د افغانستان د سوداګریزه توکو لومړۍ بستې د لاجوردو له لارې اروپا ته ولېږدول شي.
په راتلونکو دوه ورځو کې به د لاجوردو لار پرانستل شي
د بهرنیو چارو وزارت وايي، تر راتلونکو دوه ورځو پورې به د افغانستان د سوداګریزه توکو لومړۍ بستې د لاجوردو له لارې اروپا ته ولېږدول شي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د بهرنیو چارو وزارت د اقتصادي همکاریو رییس حسین سروش نن دوشنبې د لیندۍ ۲۰ مه کابل کې د یوې خبري غوندې پر مهال و ویل، چې د لاجوردو له لارې به په ازمویښتي ډول د افغانستان د سوداګریزو توکو لومړۍ پستې د راتلونکې پنشنې په ورځ ولېږدول شوي.

نوموړي زیاته کړه، چې د افغانستان د توکو بستې چې په کې وچې مېوې او مالوچ شامل دي، د هرات ولایت څخه په لومړي ځل ترکیې ته ولېږل شي.

د هغه په وینا دا ګام د دې له پاره اخستل کېږي، تر څو پر یاده لار هغه فرصتونه او ستونزې په ګوته شي، چې له امله یې سوداګري ورسره پراختیا کوي او له یا هم له خنډونو سره مخ کېږي.

دی وایي، د افغان حکومت هدف له دې کار څخه دا دی، چې تر څو د افغان توکو صادارات او واردات په کم وخت او کمه بیه تمام شي، خو په وینا یې په دې برخه کې داخلي او بهرني همکارۍ اړینې دي.

جمهورخبري آژانس:محمد رقیب فیاض


 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي