۰

لوګر کې د ولسي جرګې د نوماندانو د موټرو په کاروان چاودنه شوې

چهارشنبه ۲۱ قوس ۱۳۹۷ ساعت ۰۸:۴۰
سیمه ییز چارواکي وايي، لوګر ولایت کې د ولسي جرګې د ځینو نوماندانو د موټرو په کاروان د سړک د غاړې بمي چاودنه شوې ده.
لوګر کې د ولسي جرګې د نوماندانو د موټرو په کاروان چاودنه شوې
سیمه ییز چارواکي وايي، لوګر ولایت کې د ولسي جرګې د ځینو نوماندانو د موټرو په کاروان د سړک د غاړې بمي چاودنه شوې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه چاودنه پرون سه شنبې د لیندۍ ۲۰ مه مازیګر مهال د لوګر له محمد آغې ولسوالۍ ولسي جرګې ته د نوماندانو په موټریز کاروان د مرکز پل علم اړوند د تنګي واغجان سیمه کې شوې ده.

د محمد آغې ولسوال نور محمد عبیدي وايي، د څو تنو نوماندانو د موټرو کاروان له پل علم څخه کابل ته روان و، چې په یاده سیمه کې د طالبانو له خوا د سړک د غاړې اېښودل شوي ماین پرې چاودنه کړې ده.
نوموړي زیاته کړه، چې په دغه چاودنه کې د دوه نوماندانو په ګډون پنځه تنه ټپیان شوي دي.

که څه هم ولسوال وايي دا د سړک د غاړې ماین چاودنه وه، خو ځینو نوماندانو ویلي دوی د ټاکنو د کمېسیون له خوا د لومړنیو پایلو تر اعلان وروسته کابل ته د اعتراضیه غونډې له پاره روان و، چې په لار کې د طالبانو له کمین سره مخ او پنځه تنه ترې ټپیان شول.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي