۰

د بېلا بېلو جرمونو په تور ۱۰۵ تنه نیول شوي دي

چهارشنبه ۲۱ قوس ۱۳۹۷ ساعت ۰۹:۲۷
د کورنیو چارو وزارت وايي، د پلازمېنې کابل په ګډون په یو شمېر ولایتونو کې د بېلا بېلو جرمونو په تور ۱۰۵ تنه نیول شوي دي.
د بېلا بېلو جرمونو په تور ۱۰۵ تنه نیول شوي دي
د کورنیو چارو وزارت وايي، د پلازمېنې کابل په ګډون په یو شمېر ولایتونو کې د بېلا بېلو جرمونو په تور ۱۰۵ تنه نیول شوي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د کورنیو چارو وزارت نن سه شنبې د لیندۍ ۲۱ مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي، دغه په جرمونو تورن کسان د تېرو دوه اونیو په ترڅ کې نیول شوي دي.

سرچینه زیاتوي، چې یاد کسان، د قتل، انسان تښتونې، اداري فساد، ځمکو د غصب، رشوت، غلان او قاچاق په جرمونو نیول شوي دي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي له یادو کسانو ډېری یې په کابل کې نیول شوي او تر لومړنیو پلټنو وروسته عدلي او قضايي ارګانونو ته سپارل شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت له خلکو هم غوښتي، چې د مجرمینو په نیولو کې له امنیتي ځواکونو سره همکاري او مرسته وکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي