۰

امریکا، پاکستان په تور لېست کې شامل کړ

چهارشنبه ۲۱ قوس ۱۳۹۷ ساعت ۰۹:۳۸
د امريکا د بهرنيو چارو وزارت له خوا له مذهبي ازاديو د سرغړونې په تور پاکستان په تور لېست کې شامل شوى دى.
امریکا، پاکستان په تور لېست کې شامل کړ
د امريکا د بهرنيو چارو وزارت له خوا له مذهبي ازاديو د سرغړونې په تور پاکستان په تور لېست کې شامل شوى دى.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې امریکا له تېر کال راهیسې پاکستان د مذهب د ازادۍ نه د سرغړونو له کبله په څار لسټ کې اچولی و او اوس یې پاکستان د سرغړونکو په لسټ کې شامل کړ.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې ویل شوي، د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو د مذهب د ازادۍ د نړیوال قانون په اساس د پاکستان په ګډون سعودي عربستان، ایران، چین، شمالي کوریا، برما، اریټیریا، سوډان، تاجکستان او ترکمنستان په تور لسټ کې شامل کړی دي.

په خبر پاڼه کې رغلي، امریکا په پاکستان کې د مذهبي اقلیتونو د حقونو د خوندي کولو لپاره دغه اقدام کړی دی چې په پاکستان فشار واچول شي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په دغه خبرپاڼه کې زیاته کړې چې په نړیواله کچه د مذهب ازادي د ولسمشر ټرمپ د ادارې لمړیتوب دی.

په خبرپانه کې د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر له قوله ویل شوي، د نړیوال سولې او ثبات لپاره د مذهب ازادي ډیره ضروري ده او امریکا د مختلفو ملکونو او د ټولنو سره په ګډه د مذهب د ازادۍ د خوندیتوب لپاره کار کوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي