ننګرهار کې ۱۰ وسله وال مخالفین وژل شوي دي

21 قوس 1397 ساعت 9:54

ملي دفاع وزارت وايي، ننګرهار ولایت کې له افغان ځواکونو سره په نښتو کې ۱۰ وسله وال مخالفین وژل شوي دي.


ملي دفاع وزارت وايي، ننګرهار ولایت کې له افغان ځواکونو سره په نښتو کې ۱۰ وسله وال مخالفین وژل شوي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دفاع وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د افغان امنیتي ځواکونو او طالبانو تر منځ دغه نښتې پرون سه شبنې د لیندۍ ۲۰ مه د ننګرهار ولایت په سرخرود او چپرهار ولسوالیو کې رامنځ ته شوې دي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې په دواړو نښتو کې لږ تر لږه ۱۰ وسله وال طالبان وژل شوي او ګڼ شمېر وسلې او مهمات یې له منځه وړل شوي دی.

دفاع وزارت افغان ځواکونو ته د زیان اوښتو په اړه څه نه دي ویلي او نه هم وسله والو مخالفینو تر اوسه په دې اړه غبرګون ښودلی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 111233

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/111233/

جمهور
  https://www.jomhornews.com